لغمان کې شاړو ځمکو ته د اوبو رسولو اته شبکي جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۳:۲۸
لغمان کې شاړو ځمکو ته د اوبو رسولو اته شبکي جوړېږي

۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې له خوا ددې ولایت دمرکزمهترلام په ګډون الینګار، علیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې هغو ځمکو ته چې د سیند څخه په لوړه ارتفاع کې پرتې وې او اوبه نه ور رسېږي د سولر سیستم په مرسته ورته د اوبورسولو سیسټم جوړېږي.
د ملګرو ملتونو د پروژه یي چوپړتیاوو ادارې د اوبو دچټکي بیا رغونې پروژې د دولتي او ټولنیزې همغږۍ مسؤل ذاکر الله ذکي د لغمان دکرنې رییس سره په کتنه کې وویل، چې «یو،ان،او،پي،اس» په یادو ولسوالیو کې ځمکو ته د اوبو رسولو اته شبکي جوړوي، چې پدې سره به سلګونه جریبه ځمکه اباده او خړوبه شي.
ښاغلي ذکي زیاته کړه، چې ددغو پروژو په بشپړېدو سره به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي او همدارنګه به یادې پروژې خصوصي سکتور ته په واک کې ورکړل شي او داصولو له مخې به د بزګرانو سره د اوبو رسولو په برخه کې مرسته وکړي.
دغه راز یادې ادارې له لورې به بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوی سرو، کرنیزو وسایلو او روزنې په برخو کې مرستي هم وکړي.
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد یاده چاره داوبو ښه مدیریت په برخه کې نیک اقدام وباله او په ټولو قانوني برخو کې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت