کندهار کې پر لسګونو بزګرانو د لوبیا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۳:۲۴
کندهار کې پر لسګونو بزګرانو د لوبیا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ  له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو. ان. او. ډې. سي) په مالي او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د کندهار په ارغستان، لوړ شاولیکوټ، کښته شاولیکوټ، خاکریز او غورک ولسوالیو کې پر ۱۶۰ بېوزله بزګرانو د لوبیا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
ددې مرستې په ترڅ کې، ۵۰ تنه د ارغستان، ۲۰ تنه د لوړ شاولیکوټ، ۲۰ تنه د کښته شاولیکوټ، ۴۰ تنه د خاکریز، او ۳۰ تنه د غورک ولسوالیو اړمن بزګران شامل وو، چې هر بزګر ته ۲۰ کیلوګرامه د لوبیا اصلاح شوي تخمونه او ۲۵ کیلوګرامه توره سره ورکړل شوه. تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې به ورته سپینه سره هم ووېشل شي، ترڅو د روان فصل لپاره د لوبیا کرنه وکړي.
د دې مرستې ترڅنګ، بزګرانو ته د لوبیا د کر کیلي او غوره میتودونو په اړه روزنه هم ورکړل شوه، ترڅو د روان فصل په جریان کې یې کرنه مؤثره او حاصلات یې زیات شي.
 د دې پروګرام موخه د اړمنو بزګرانو ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو ترویج، د میکانیزه کرنې دودول، د کرنیزو حاصلاتو لوړول، او بزګرانو ته د کار زمینې برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د هالنډ کمېټې د  مالدارۍ په برخه کې هم خپل فعالیتونه چټک کړي دي، چې ددغو هڅو په لړ کې، د کندهار ولایت د ارغستان، لوړ شاولیکوټ او خاکریز ولسوالیو کې لسګونه زره څارویو ته د چنجیو ضد ناروغیو په وړاندې د درمل ورکولو کمپاین هم پیل شوی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت