پکتیا کې پر ۱۵۰ قوریه لرونکو د کورنیو قوریو اړونده توکي ووېشل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۴:۱۸
 پکتیا کې پر ۱۵۰ قوریه لرونکو د کورنیو قوریو اړونده توکي ووېشل شول


۱۰ لېندۍ ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت د ځاځي اریوب او څمکنیو ولسوالیو پر ۱۵۰ قوریه لرونکو د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو اړونده توکي وېشل شوي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ پر ۸۰ او د څمکنیو ولسوالۍ پر ۷۰ قوریه لرونکو د کورنیو قوریو د جوړولو اړونده توکي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره په وېشل شويو توکو کې هر قوریه لرونکي ته د جلغوزې دوه کیلو تخم، دوه دانې بېلچې او لاستې، د خېشاوې لپاره دوه رمبې، یوه دانه پلاستیکي اوبه شیندونکی، یوه دانه ۱۰ لېټره د درملو شیندلو ماشین، ۱۳ کیلوګرامه توره او ۱۳ کیلوګرامه سپینه سره، د ناروغیو او افتونو د کنټرول یو لېټر درمل، یو کیلو پلاستیکي رسۍ، د جلغوزیو د کرلو لپاره ۱۸ کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، د تونلونو لپاره پلاستیک او د دوه مترو په سور سره تونلونه ورکړل شوي دي. دغه راز دغو قوریه لرونکو ته به د چهارمغزو ۳۰ کیلو ګرامه تخمونه هم ورکړل شي.
باید وویل شي، چې له دې پروژې څخه برخمن شوي ټول قوریه لرونکو ته د جلغوزې او چهارمغزو د کرکېلي روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د غزني کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
 د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقر کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټوري غونډه د اړوندو ادارو مسؤلینو، د همکارو مؤسسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۹
Background image

دمیدان وردګو ولایت د کرنې ریاست کې د کمپوسټ سرې جوړولو چارې پیل شوې

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالداری ریاست اړوند دکرنیزو چارو آمریت دتعمیر شاوخوا د پاک کاری چارې پیل او تر څنګ یې دیاد آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم د اوبو دویم واټرپمپ د کاسې پاکونه او ترمیمي چارې د بشپړېدو په درشل کې

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم د اوبو دویم واټرپمپ د هغې مهمې او ارزښتناکې پروژې له ډلې څخه دی، چې د اوبو او لمریزې برېښنا په وسیله. . .

بازگشت