پکتیکا کې د جلغوزې او غوزانو کورني قوریې جوړیږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۴:۱۶
 پکتیکا کې د جلغوزې او غوزانو کورني قوریې جوړیږي


۱۰ لېندۍ ۱۳۹۸
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغونې په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه ددې ولایت په پنځو ولسوالیو «ګیان، زېړوک، سروبي، سروضه او اورګون» کې د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغولو په پار د کورنیو قوریو د جوړولو د پروژو چارې رسماً پیل شوې.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی په دې ولایت کې د جلغوزیو او غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو کورني قوریې هم جوړوي. د یادو چارواکو په خبره ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې د جلغوزو او چهارمغزو ۳۵۶ کورني قوریې جوړیږي، چې په راتلونکو درو کلونو کې به له یادو قوریو څخه د جلغوزې او چهارمغزو دوه میلیونه او ۱۰۰ زره نیالګي تولید شي.
پکتیکا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت