ننګرهار کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۳
ننګرهار کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (یو این ډې پي) په همکارۍ د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ددې ولایت د کامې او بهسودو په ولسوالیو کې ځمکو ته د اوبو رسولو د اتو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د یادو شبکو په مرسته به ۲۰۰ جریبه هغه ځمکې چې اوبه ورته نه رسیدلې او د کانال سطحې څخه په لوړه ارتفاع کې پرتې دې خړوبي شي.
نوموړې زیاته کړه، چې د اوبو هره شبکه د ۳۵ زره لیټرو اوبو د ساتلو ظرفیت لري، چې دلمریزو تختو په مرسته به د کانال  څخه اوبه شبکو ته او له هغه ځایه به په منظم ډول ځمکو ته ووېشل شي.اوهمدارنګه د شبکو په جوړېذړ کې به د سیمې ۱۵۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادو شبکو جوړولو موخه د اوبو ښه مدیریت، دبزګرانو اقتصادي پیاوړتیا اود خوړو خوندیتوب رامنځته کول دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت