ننګرهار کې د نیالګیو روزنځایونو پراخولو او نیالګیو تولید په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۳۹
ننګرهار کې د نیالګیو روزنځایونو پراخولو او نیالګیو تولید په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې ریاست د طبیعي زیرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل د خپلو کارکوونکو سره د نیالګیو روزنې د سیمو پراخولو او دهغو امارتي قوریو چې کارونه یي په ټپه ولاړ دې د بېرته فعالولو او نورو اړونده کړنو  په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د طبیعي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل کارکونکو ته وویل، چې د غلام حیدرخان، مملي او فارم جدید کې پاتې سیمې هم د راتلونکي کر لپاره برابره کړي، ترڅو نیالګي پکې وکرل شي، همدارنګه دهغو قوریو چې شاړې پاتې دي او د مملي باغ ددیوالونو جوړولو لپاره کرنې وزارت ته پیشنهاد ولیکل شي، چې د راتلونکي کال په بودیجه کې ځای پر ځای شي.
دغه راز د ځنګلونو او انجمنونو مدیرانو ته په ولسوالیو کې دځنګل لرونکو ټولنو سره دهمغږۍ او ځنګلو قطعي مخنیوي په برخه کې د لازمو اقاماتو ترسره کولو سپارښتنې هم وشوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت