د کرنې وزارت د غلودانو د سټراټیژیکو زېرمو رییس له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې چارواکو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۸
د کرنې وزارت د غلودانو د سټراټیژیکو زېرمو رییس له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې چارواکو سره وکتل


۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د د غلودانو د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوی قدرت الله حقیار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې چارسمبال ملا نورالدین ترابي سره په کتنه کې د عالیقدر امیرالمئومنین حفظه الله تعالی د حکم پلې کولو په موخه وکتل.
دغه غونډه چې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې په اداره کې دآئره شوې وه، په ترڅ کې یې پر هغه ۳۴۰۰ ټنه غنمو خبرې اترې وشوې، چې د عالیقدر امیرالمئومنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس دغه ادارې ته د پېښو رامنځ ته کېدو پر مهال په اختیار کې ورکول کېږي.
په همدې حال کې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې چارسمبال ملا نورالدین ترابي ددغې ادارې اړوندو چارواکو ته دنده وسپارله، چې د کرنې وزارت دغلو دانو د سټراټیژیکو زېرمو له ریاست سره په دې پرخه کې پوره همغږي وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت