فراه ولایت کې د نیالګي اېښودلو کمپاین پرانیسته

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۵۱
فراه ولایت کې د نیالګي اېښودلو کمپاین پرانیسته

۱۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د "نن نیالګی؛ د راتلونکي هوساینه" تر شعار لاندې د نیالګي اېښودلو کمپاین په رسمي ډول پیل کړ.
د دې کمپاین د پرانیستې مراسم د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي شاه محمد حاجي سروري، د چاپېریال ساتنې ریاست استازو، رسنیو او د کرنې ریاست کارکوونکو په حضور کې ترسره شول.
سږکال د کرنې ریاست په قوریو کې ۴۹ زره او ۶۰۰ نیالګي چمتو کړي، چې د وېش لړۍ یې روانه ده.
د دې کمپاین موخه د فراه په ولایت کې د ځنګلونو بیا رغونه، د چاپېریال ساتنه، د هوا د ککړتیا مخنیوی، د اوبو د زېرمو کنټرول او د اقلیم د تودوښې تنظیم بلل شوی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت