د کندهار نېش ولسوالۍ کې د دوه  میلیونه افغانیو په ارزښت سربند او پارچاوه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۴۷
د کندهار نېش ولسوالۍ کې د دوه  میلیونه افغانیو په ارزښت سربند او پارچاوه جوړېږي

۱۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه، د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې ددې ولایت د نېش ولسوالۍ د "میانکو" په کلی کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت یو سربند او پارچاوه جوړېږي. 
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وایي؛ چې د یاد سربند او پارچاو د جوړېدو چارې به د راتلونکو اوونیو په لړ کې پیل شي، چې په ترڅ کې به یې د اوبو زېرمه کولو لپاره سر بند او پارچاو جوړه شي. نوموړي زیاته کړه، چې د سربند او پارچاو د جوړېدو سره سم به د یادې ولسوالۍ ۱۵ تنه سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته د لنډ وخت لپاره د کار زمینه هم برابره شي.
د سربند جوړېدو څخه موخه د اوبو بهیر تنظیمول، کرنیزو ځمکو ته کافي اوبه برابرول، د وچکالۍ پر مهال د اوبو زېرمه کولو اسانتیا رامنځته کول او همداراز، د اوبو فشار لوړول، چې د اوبولګولو سیسټمونه اغېزمن کړي. د دې ترڅنګ، د خاورې د فرسایش مخنیوی دی. 
د یادونې وړ ده، چې یوه میاشت وړاندې هم د نېش ولسوالۍ په "میانکو" سیمه کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت