ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ترکاڼۍ فابریکه کې نوي ډیزاین اجناس تولیدوي  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۹
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ترکاڼۍ فابریکه کې نوي ډیزاین اجناس تولیدوي  

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ترکاڼۍ فابریکه کې د کیفیت، ښکلا او دوامدارۍ له پلوه نوي ډیزاین فرنیچر او نور ترکاڼي توکي جوړېږي، چې ډېر ژر به د هېوادوالو خدمت ته وړاندې شي.  
د یادې فابریکې ترکاڼان دا مهال د شپږ کسیزه سیټ نوي ډیزاین څوکۍ، مېزونه او کوټ بندونه جوړوي. د فابریکې مسوول مدیر، اغوذ بالله وزیري، وايي چې د یاد سیټ تولید شاوخوا ۳۰زره افغانۍ لګښت لري او په لنډو ورځو کې به بشپړ شي.  
وزیري زیاتوي، فابریکه د خپلو تولیداتو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه کوي او د فرنیچر، دروازو، کړکیو او نورو لوازمو جوړولو ترڅنګ پلان لري، چې نوي ډیزاینونه هم تولید او بازار ته وړاندې کړي.  
د ترکاڼۍ صنعت پراختیا نه یوازې د سیمې اقتصاد پیاوړی کړی، بلکې د خلکو د ژوند معیار ته یې هم مثبته اغېزه رسولې ده. وزیري وايي، د فني او هنري مهارتونو غوښتنه زیاته شوې، په ځانګړې توګه د ښاري خلکو او سوداګرو تر منځ د ترکاڼۍ تولیداتو تقاضا لوړه شوې ده.  
د اقتصاد کارپوهان باور لري، چې د ترکاڼۍ صنعت پراختیا د کاري فرصتونو زیاتوالي ته زمینه برابروي، چې له امله یې بې‌روزګاره کسانو ته د کار موقع برابرېږي.  
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ترکاڼۍ فابریکه د ننګرهار کانال ادارې له جوړېدو سره سم د ثمرخېلو په سیمه کې جوړه شوې وه، چې هغه مهال یې د دولتي ادارو او شخصي خلکو اړتیاوې پوره کولې. خو د وروستیو جګړو له امله فابریکه زیانمنه شوې وه، چې اوس د زیتون فابریکې په یوه څنډه کې فعاليت لري.  
مسوولین وايي، پلان لري چې دا فابریکه لا پراخه او غني کړي، څو د هېوادوالو لپاره د باکیفیته ترکاڼي توکو عرضه دوامداره وساتي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت