د کندهار ډنډ کې پر لسګونو بېوزله مالدارانو مرستې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۰:۲۳
د کندهار ډنډ کې پر لسګونو بېوزله مالدارانو مرستې ووېشل شوې

۱۴ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو. ان. او. ډې. سي) ادارې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د یوې روڼې او شفافې پروسې له لارې، ۲۵ تنو اړمنو او بېوزله مالدارانو ته د مالدارۍ اړین توکي او د څارویو روغتیا لپاره درمل ووېشل شول.
ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدار ته د مایع ګاز ډبه، شېدو راټولولو لپاره فلزي سطل، د شیدو د انتقال لپاره فلزي ډبه، د شیدو مایع کولو لپاره فلزي لوښی (کټوه)، د شلومبو مایع کولو لپاره فلزي غړکه، جالۍ، لوټه، دست کشې، بورس، او همدارنګه د څارویو روغتیا ته د پاملرنې په موخه ۵ قلمه مختلف درمل ورکړل شوه.
د دې مرستې موخه د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د هغوی لپاره د مالدارۍ اړینې اسانتیاوې برابرول، د هغوی اقتصادي وضعیت ښه کول، او د کورنیو اړتیاوو پوره کول دي، ترڅو مالداران وکولای شي له دې مرستې څخه ګټه پورته او خپل اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې څه کم یوه اوونۍ وړاندې د کندهار په پنجوایې ولسوالی کې هم ۲۰ تنه اړمنو مالدارانو سره دې ته ورته مرسته ترسره شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت