د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانانو د نړیوالې شورا او د افغانستان د ملي او نړیوالې بیارغونې بنسټ له غړو سره وکتل 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۰:۳۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانانو د نړیوالې شورا او د افغانستان د ملي او نړیوالې بیارغونې بنسټ له غړو سره وکتل 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانانو د نړیوالې شورا او د افغانستان د ملي او نړیوالې بیارغونې بنسټ له رئیس درمحمد آشنا او د یادې شورا له غړو سره وکتل.  
په دې ناسته کې د شورا غړو د کرنې، انرژۍ او برېښنا په برخو کې د پانګونې او فعالیت لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه. دوی د افغانستان د بیارغونې او د خلکو د اقتصاد د ښه‌والي لپاره خپل سفر او فعالیتونه مهم وبلل او د کار د پیل لپاره یې ورته د یو میلیون جریب ځمکو د ځانګړي کېدو غوښتنه وکړه.  
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یادو پانګوالو له مثبت احساس او لیوالتیا مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د هېواد پرمختګ ګډو هڅو او کار ته اړتیا لري. نوموړي ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به له دوی سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با اعضای شورای بین‌المللی افغان‌ها و بنیاد ملی و بین‌المللی بازسازی افغانستان
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با درمحمد آشنا، رئیس شورای بین‌المللی افغان‌ها و بنیاد ملی و بین‌المللی بازسازی افغانستان مقیم در خارج، و اعضای این شورا دیدار و گفتگو کرد.
در این نشست، اعضای شورای مذکور آمادگی خود را برای سرمایه‌گذاری و فعالیت در بخش‌های زراعت، انرژی و برق اعلام کرده و خواستار همکاری در این زمینه شدند. همچنین، هدف سفر و فعالیت‌شان در افغانستان را سهم‌گیری در بازسازی کشور و بهبود اقتصاد مردم عنوان نموده و برای آغاز کار، خواستار اختصاص یک میلیون جریب زمین گردیدند.
معین زراعت و مالداری از احساس نیک و علاقه‌مندی این سرمایه‌گذاران قدردانی کرده و تأکید کرد که پیشرفت کشور نیازمند تلاش و کار مشترک است. وی اطمینان داد که امارت اسلامی در تمامی امور با آنان همکاری خواهد کرد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې. . .

بازگشت