د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اړیکو دفتر له مسؤلینو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۹:۱۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اړیکو دفتر له مسؤلینو سره وکتل

۱۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، خپل په دفتر کې د اړیکو دفتر ټي ال او له مسؤلینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې، د یاد دفتر مسؤلینو د خپلو تېرو فعالیتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل. دوی څرګنده کړه، چې په ۹ ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین کې د ونډه اخیستلو، زرګونه نیالګي کښېنولو او د دې پروسې د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي برنامې ترسره کولو پلان لري.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نیالګیو کېنولو کمپاین کې د دې دفتر د ګډون ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د نیالګیو کېنول او ساتنه د ټولو ادارو او خلکو ګډ مسؤولیت دی، تر څو افغانستان زرغون او سمسور شي.
یاده دې وي، چې د کرنې وزارت په ډېری ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړی او دا لړۍ به راتلونکې میاشت هم روانه وي.


دیدار معین زراعت و مالداری با مسئولان دفتر ارتباط
۱۱ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، امروز با مسئولان دفتر ارتباط (TLO)  در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار، مسئولان دفتر یادشده در مورد فعالیت‌های گذشته و برنامه‌های آینده‌شان معلومات ارائه کرده و اظهار داشتند که قصد دارند در ۹ ولایت افغانستان در کمپاین نهال‌شانی سهم بگیرند، هزاران نهال غرس کنند و برنامه‌های آگاهی‌دهی را در این زمینه راه‌اندازی نمایند.
معین زراعت و مالداری از مشارکت این دفتر در کمپاین نهال‌شانی قدردانی نموده و تأکید کرد که غرس و حفاظت از نهال‌ها مسئولیت تمام نهادها و مردم است تا افغانستانی سبز و شگوفا داشته باشیم.
قابل ذکر است که وزارت زراعت کمپاین نهال‌شانی را در اکثر ولایات کشور آغاز نموده و این روند برای یک ماه آینده ادامه خواهد داشت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د قدرتي سرچینو آمریت فني کارکوونکو د شمالي ولسوالیو د زابرانو، ځنګلونو او څړځایونو د. . .

بازگشت