د کرنې وزارت د څارویو روغتیا او مالدارۍ عمومي رئیس خوست ولایت ته سفر وکړ 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۴
د کرنې وزارت د څارویو روغتیا او مالدارۍ عمومي رئیس خوست ولایت ته سفر وکړ 

۱۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو روغتیا او مالدارۍ عمومي رئیس مفتي ذکرالله ذاکر د یو پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته سفر وکړ. یاد پلاوي د خوست ولایت د کرنې ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمر ډاکټر انعام الله جاوید په ملتیا د چرګانو تولیدي هچرۍ او د ګابین د پروسس له مرکزونو څخه لیدنه وکړه.  
د لیدنې پر مهال چارواکو وویل، چې یادې هچرۍ او د ګابین د پروسس مرکز د کارډیف مؤسسې په ۶۰ سلنه مالي همکارۍ د خوست پولټري فارم شرکت ته په ۲۰۱۷ میلادي کال کې جوړ شوی و، خو د ځینو ستونزو له امله یې فعالیت درېدلی و. د کرنې وزارت د هڅو په نتیجه کې اوس دا مرکزونه بېرته د فعالېدو چمتوالی لري او ټاکل شوې چې ډېر ژر به یې فعالیت بیا پیل شي.  
د چرګانو تولیدي هچرۍ، چې د بیا فعالېدو بهیر یې پیل شوی، په یوه میاشت کې د ۱۵۸ زره چوزو د تولید ظرفیت لري. د دې مرکزونو بیا پرانیستل به د خوست اوسېدونکو ته د خوښۍ زېری وي او د چرګانو تولید به ورسره لا پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

بازگشت