ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د زیتون حاصلات زیات شوي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۲:۵۶
ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د زیتون حاصلات زیات شوي 

۱۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې رئيس انجنیر ندي الله نیازي تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې یاد شرکت د ۱۴۰۳ مالي کال په ترڅ کې شاوخوا ۱زر او ۱۰۰ ټنه د زیتون دانو حاصلات راټول کړي دي. تر دې دمه له دې حاصلاتو څخه ۱۳۵ زره لیتره د زیتون تېل او ۳۰ ټنه اچار تولید شوی او لا هم د تولید بهیر دوام لري، چې له امله به دا شمېر نور هم لوړ شي.
نیازي زیاته کړه، چې د شرکت د تولیداتو کیفیت ښه شوی او دا مهال د زیتون په کارخونه کې ۴.۵ ټنه نوی تیلي اچار هم تولید شوی، چې د ننګرهار په بازارونو کې یې ښه تقاضا پیدا کړې ده.
د نوموړي په وینا، د ننګرهار کانال ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۳۱ زره هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبولو ظرفیت لري. له دې ډلې څخه شاوخوا ۱۱ زره او ۴۰۰ هکتاره د کانال اړوند فارمونه دي او پاتې یې شخصي ملکیتونه دي.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت مسوولین وايي، چې د زیتونو د تولید، پروسس او بسته‌بندۍ د پراخولو لپاره یې هڅې روانې دي. د همدې لړۍ په ترڅ کې د فابریکې د احاطې دیوال د جوړولو چارې پیل شوي، څو د تولید ظرفیت لوړ شي او د داخلي بازارونو ترڅنګ بهر ته هم د زیتون محصولات په پراخه کچه صادر شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

بازگشت