لغمان کې دچرګانو فارم لرونکو دستونزو هوارولو په پار ټولنه جوړه شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۱۳
لغمان کې دچرګانو فارم لرونکو دستونزو هوارولو په پار ټولنه جوړه شوه

٨ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٧ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
 دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو فرم لرونکو ته اتحادیه جوړه شوه.
 دغه ټولنه د لغمان دکرنې ریاست سره په همغږۍ او د عدلیې وزارت له لوري ثبت او راجستر شوې ده، چې دچرګانو فارم لرونکو لپاره جوړه او ددې اتحادې مسؤل ډاکټرحبیب الله نیازی او نور غړي یې د یو غونډې په ترڅ کې د مشرانو له لوري  فارم لرونکو ته ور وپېژندل شول.
هغه غونډه، چې په همدې موخه دلغمان دکرنې ریاست دغونډو په تالار کې ترسر شوه، دلغمان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستارمحمد سربېره د اقتصاد رییس مولوي جان محمدحامد، د عدلیې رییس مفتي عبدالستار حماس،د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالنور رسولي،د چاپېریال ساتنې ریاست استازو، دختیځ زون او ددې ولایت د چرګانوفارم لرونکو برخه درلوده.
په غونډه کې د لغمان لپاره د جوړې شوې نوې اتحادې مسؤل ډاکټر حبیب الله نیازي د اتحادې دجوړولو په ارزښت، ملکفیتونو او دفارمدارانو په ستونزو خبرې وکړې او د اړونده ادارو له مسؤلینوڅخه یې غوښتنه وکړه، چې ددوی تولیداتو ته د بازارموندې، د چرګانو ددانې، واکسین تطبیق او دچرګانو د ناروغیو په درملنه کې له دوی سره همکاري وکړي.
ورپسې د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دغې اتحادې سره به د فارم لرونکو ستونزې تر یوڅه بریده هوارې شي، فارمداران به خپلې ستونزې د اتحادې له مسؤلینو او هغه به دغه ستونزې دحل په موخه له اړونده چارواکو سره شریکوي، ښاغلي محمد په فارمدارانو او نورو پانګوالو غږ وکړ، چې د کاروبار او پانګه اچونې لپاره په هېواد کې ښه زمینه برابره ده، په کور دننه پانګونه وکړئ، فارمداران یې خپل کاروبار ته تشویق او وهڅول او ستونزو دحل په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
همداراز په غونډه کې د برخه اخیستونکو ادارومسؤلینو او استازو د اتحادي جوړولو په ارزښت خبرې وکړې او د ستونزو دحل په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت