میدان وردګو ولایت کې ۱۰زره غټو څارویو ته د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۳:۵۸
میدان وردګو ولایت کې ۱۰زره غټو څارویو ته د واکسین کمپاین پیل شو

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د مسلکي کارکوونکو لخوا، د خوړو نړیوال سازمان په مالي مرسته، د لمپي سکین ناروغۍ مخنیوي په موخه د واکسین تطبیق کمپاین درېیم ځل لپاره پیل شو.
د دې کمپاین په ترڅ کې د چک، سیداباد، دایمیرداد، نرخ، جلریز او حصه دوم ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰ زره غټو څارویو ته د لمپي سکین (د پوستکي ناروغۍ) ضد واکسین ورکول کېږي. یاده ناروغي چې دوه کاله وړاندې رامنځته شوې وه، مالدارانو ته یې پراخ مالي زیان اړولی، له همدې امله کرنې ریاست د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره دغه کمپاین پيل کړی دی.
د کرنې ریاست مسلکي ټیم د واکسین کمپاین څاري، ترڅو د معیاري تطبیق ترڅنګ ټولو اړینو سیمو ته سمه رسېدنه وشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت