د کرنیزو څېړنو انستیتوت د کلني راپور ورکولو ورکشاپ دائر شو

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۰:۱۲
د کرنیزو څېړنو انستیتوت د کلني راپور ورکولو ورکشاپ دائر شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو انستیتوت د کلني راپور ورکولو برنامه، د کابل بادام‌باغ د نندارتون په تالار کې د درې ورځو لپاره ترسره شوه. په دې غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، رییسان، متخصصین، استادان او د انستیتوت مسؤلین حاضر وو.  
مولوي صدراعظم عثماني د دې برنامې د پرانیستې پر مهال وویل: «څېړنې د کرنې بنسټ جوړوي او د کرنې او مالدارۍ پراختیا له څېړنو سره تړلې ده. موږ باید د لوړ حاصل ورکوونکو کرنیزو ډولونو پراختیا ته کار وکړو او د حیواني نسلونو ترویج ته پاملرنه وکړو.»  
دغه‌راز، د کرنې وزارت د څېړنو رئیس مولوي نصرت‌الله طلحه هم په دې اړه وویل: «څېړنې د کرنې او مالدارۍ بنسټیزه برخه ده. موږ د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوو ته ځواب ورکوونکي یو، نو ځکه باید د سبزیجاتو، مېوو، غله‌جاتو، نوي نسل نیالګیو او لوړ حاصل لرونکو نباتاتو د پراختیا په برخه کې زیات تمرکز وشي»  
همدارنګه، د تطبیقي او توافقې څېړنو رئیس ډاکټر محمد رفیع باوري د کرنیزو څېړنو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د څېړنو بنسټیزه موخه د کرنیزو تولیداتو لوړول، د فقر کمول او د خوړو خوندیتوب دی، چې موږ ورته ډېره اړتیا لرو.»  
د خاورې پېژندنې رئیس انجنیر صبغت‌الله رحیمي هم څرګنده کړه: «خاوره د خوراکي تولیداتو بنسټ دی او باید د خاورې څېړنو ته ځانګړې پاملرنه وشي؛ ځکه پرته له څېړنو حاصل خیزه خاوره نه ښکاري.»  
په دې ورکشاپ کې، د تېر یوه کال څېړنیزې لاسته راوړنې، چې د توافقې او تطبیقي څېړنو، مالدارۍ، خاورې پېژندنې، غله‌جاتو، کرنیز مدیریت، د نباتي ناروغیو او آفتونو، وچو سیمو، نباتي جرم پلازم، سبزیجاتو، مېوو، طبیعي څړځایونو، صنعتي نباتاتو او نورو برخو کې په مرکز او ولایتونو کې ترسره شوې وې، د اړوندو مسؤلینو لخوا وړاندې شوې.

ورکشاپ گزارش‌دهی سالانه ریاست عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی برگزار شد
۶ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
برنامه گزارش‌دهی سالانه ریاست عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، رییسان، متخصصین، استادان و مسوولین این ریاست برای سه روز در تالار نمایشگاه بادام باغ کابل برگزار گردید.
در این مراسم، مولوی صدراعظم عثمانی در افتتاحیه برنامه اظهار داشت: «تحقیقات بنیاد زراعت را تشکیل می‌دهد و توسعه زراعت و مالداری وابسته به تحقیقات است. ما باید ورایتی متنوع پرحاصل زراعتی داشته باشیم و نسل‌های جدید حیوانات را ترویج دهیم.»
مولوی نصرت‌الله طلحه، رئیس عمومی تحقیقات وزارت زراعت، نیز در این باره گفت: «تحقیقات اساس زراعت و مالداری است. ما پاسخ‌گوی دهاقین و مالداران هستیم و به همین دلیل تحقیقات در بخش‌های سبزیجات، میوه‌جات، غله‌جات، نسل‌های جدید نهال‌ها و ترویج نباتات پرحاصل از اهمیت بالایی برخوردار است.»
در ادامه، دوکتور محمد رفیع باوری رئیس تحقیقات تطبیقی و توافقی به اهمیت تحقیقات در زراعت اشاره کرد و افزود: «هدف اصلی تحقیقات افزایش سطح تولیدات زراعتی، کاهش فقر و تأمین مصونیت غذایی است که به شدت به آن نیاز داریم.»
انجنیر صبغت‌الله رحیمی، رئیس تحقیقات خاکشناسی، نیز تأکید کرد: «خاک اساس تولید مواد غذایی است و باید توجه ویژه‌ای به تحقیق خاک شود؛ زیرا بدون تحقیق نمی‌توان خاک پرحاصل داشت.»
در این ورکشاپ، فعالیت‌های یک‌ساله بخش‌های مختلف تحقیقات شامل توافقی و تطبیقی، مالداری، خاک‌شناسی، غله‌جات، تحقیقات اگروانومی، امراض و آفات نباتی، تحقیقات در مناطق خشک، جرم پلازم نباتی، سبزیجات، میوه‌جات، اصلاح نباتات جنگلی علوفوی و طبی و نباتات صنعتی که در مرکز و ولایات انجام شده بود، توسط مسوولین ارایه گردید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت