د کندهار ډنډ ولسوالی کې د څارویو کلینکونو، درمل پلورنځیو او قصابیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۵۸
د کندهار ډنډ ولسوالی کې د څارویو کلینکونو، درمل پلورنځیو او قصابیو څخه څارنه وشوه

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د ډنډ ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د کاریزک په لوی ګنج کې د څارویو کلینکونو، درمل پلورنځیو او قصابیو څخه څارنه وکړه..
د ډنډ ولسوالی د مالدارۍ مسؤلین وایي، چې د څارنې پر مهال، لومړی د کاریزک د لوی ګنج کلینکونو د درملو کیفیت او د هغوی د اعتبار موده وارزول شوه، ددې څارنې په ترڅ کې ټول هغه درمل چې کیفیت یې ټیټ و یا یې د استعمال نېټه تېره وه، راټول شوه، او کلینکونو ته جدي سپارښتنه وشوه، چې په راتلونکي کې دې د دې کار تکرار ونه کړي.
وروسته بیا د قصابیو څخه څارنه ترسره شوه. ددې څارنې په ترڅ کې قصابانو ته سپارښتنه وشوه، چې د مهرلرونکو (رسمي تصدیق سویو) غوښو استعمال ته لومړیتوب ورکړي. همداراز، هغوی ته سپارښتنه وشوه، چې د قصابیو پاکوالي او د خلکو صحت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، او هڅه وکړي چې تل تازه غوښه عرضه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کې د څارنې فعالیتونه زیات کړي، او هڅه کوي چې نه یوازې د ښار په مرکز، بلکې د ولسوالیو په کچه هم د بې‌کیفیته درملو او غوښو مخه ونیسي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت