د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ کې کروندګرو ته د غنمو د کرلو روزنه ورکړل شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۵۷
د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ کې کروندګرو ته د غنمو د کرلو روزنه ورکړل شوه 

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې کروندګرو ته د غنمو د کرلو په اړه روزنیزه غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د کرنیزو خدمتونو د مسوولینو له لوري ترسره شوه، چې په ترڅ کې کروندګرو ته د غنمو او نورو کرنیزو تخمونو د کرلو اړوند مهم معلومات ورکړل شول.
په دې روزنه کې کروندګرو ته د ظرفیت لوړولو، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د انتقال، د بزګرانو ترمنځ د اړیکو ټینګولو، د عصري کرنې د پراختیا، د نمایشي قطعو د رامنځته کولو، د هرزه بوټو د کنټرول، د کیمیاوي او عضوي سرو د کارونې، د تخم د ژوروالۍ د اندازې، د کرنیزو تخمونو د کرلو د مناسب وخت، د ناروغیو او آفتونو د مخنیوي، د ځمکې د چمتووالي، او د اوبو د تنظیم په برخو کې هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
کروندګرو د دې روزنیزې غونډې هرکلی وکړ او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه، چې دوی ته دې ورته روزنیزې برنامې دوام ومومي، څو دوی وکولی شي له خپلو کرنیزو ځمکو څخه اعظمي ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د کرنې وزارت او د افغانستان بانک د همغږۍ ناسته ترسره شوه


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د افغانستان بانک د چارواکو ترمنځ کروندګرو او مالدارانو لپاره د اسلامي تمویلاتو د وړاندې کولو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

بلخ ته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د مالدارۍ خدماتو او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي محمد ذاکرالله ذاکر او د وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی په ترکیه کې د ټیکا له لوی رییس سره وکتل


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ ترکیې ته. . .

بازگشت