د افغانستان د کرنې وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره د کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه وکتل 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۵۰
د افغانستان د کرنې وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره د کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه وکتل 

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، چې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي سره د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، ازبکستان ته سفر کړی، د دغه هېواد د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن‌اف سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې ناسته کې، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبولګولو سیستم پراخولو او د ازبکستان د خصوصي سکتور پانګونې ته د زمینې برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا بحث او نظرونه تبادله کړل.
د ازبکستان د کرنې مسوولینو په دې لیدنه کې د اوبو مدیریت په برخه کې د خپلو متخصصینو پر لوړو ظرفیتونو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې دوی کولی شي د سربندونو، د اوبولګولو کانالونو او د افغانستان د اوبو سرچینو د ښه تنظیم په برخه کې همکاري وکړي.
مولوي عطاءالله عمري د دغو همکاریو تود هرکلی وکړ او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په سکتور کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او دوام یې ټینګار وکړ. هغه وړاندیز وکړ چې د دواړو لوریو متخصصین دې د نظریاتو او تجربو د تبادلې لپاره یو منظم میکانیزم جوړ کړي.
د لیدنې په پای کې، دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د شوېو ژمنو د عملي کېدو لپاره به کار کوي او د تطبیق بهیر به ارزوي. همداراز، پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د کرنې وزارتونو تخنیکي مرستیالان به د دغو توافقاتو د تطبیق پر څرنګوالي کار وکړي، ترڅو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ کرنیزې او مالدارۍ همکارۍ لا پیاوړې شي.


دیدار وزیر زراعت افغانستان با همتای ازبکستانی پیرامون گسترش همکاری‌های زراعتی
۵ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، که به همراه هیئت عالی‌رتبه امارت اسلامی افغانستان به ریاست ملا عبدالغنی برادر، معاون اقتصادی ریاست‌الوزرا، به ازبکستان سفر کرده است، با ابراهیم عبدالرحمن‌اف، وزیر زراعت این کشور، دیدار و گفتگو کرد.
در این نشست، دو طرف روی تقویت همکاری‌ها در زمینه‌های قرنطین نباتی در بنادر دو کشور، توزیع تخم‌های اصلاح‌شده به دهاقین، مدیریت آب‌ها، ترویج سیستم آبیاری قطره‌ای و سرمایه‌گذاری سکتور خصوصی ازبکستان در بخش‌های زراعت و مالداری در افغانستان بحث و تبادل نظر کردند.
مسوولان زراعت ازبکستان در این دیدار از ظرفیت بلند متخصصین آن کشور در بخش مدیریت آب یادآوری کرده و اطمینان دادند که می‌توانند در احداث سربندها، کانال‌های آبیاری و تنظیم بهتر منابع آبی افغانستان همکاری کنند.
مولوی عطاءالله عمری ضمن استقبال از این همکاری‌ها، بر گسترش و ادامه تعاملات میان دو کشور در سکتور زراعت، آبیاری و مالداری تأکید کرد و خواستار ایجاد یک میکانیزم منظم برای تبادل نظریات و تجربیات میان متخصصین دو طرف شد.
در پایان این دیدار، دو طرف توافق کردند که بر تطبیق تعهدات انجام‌شده کار کرده و روند اجرایی آن را مورد ارزیابی قرار دهند. همچنین، قرار شد که معینان تخنیکی وزارت‌های زراعت هر دو کشور روی چگونگی عملی‌سازی این توافقات کار نمایند تا همکاری‌های زراعتی و مالداری میان افغانستان و ازبکستان بیش از پیش توسعه یابد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د قدرتي سرچینو آمریت فني کارکوونکو د شمالي ولسوالیو د زابرانو، ځنګلونو او څړځایونو د. . .

بازگشت