د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د قوریې جوړولو چارې بشپړې شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۱۲
د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د قوریې جوړولو چارې بشپړې شوې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طرزالعمل له مخې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي انجنیرانو په تخنیکي همکارۍ، د مورني پایه (ماریبالان) ۲۰۰ قلمو څخه د قوریې جوړولو چارې بشپړې شوې. یاد قلمې د کندهار مرکزي نیالخونو څخه اخیستل شوې وه، چې شاوخوا شپږ میاشتې وروسته به د شفتالو، زردالو، آلوچه، آلبوخارا، ګرنګیچ او یو شمېر نورو مېوو پیوند شي. 
د دې قوریې موخه د راتلونکي کال لپاره د مېوو د نوي ډولونو موندل او پراختیا ورکول دي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طرزالعمل پر بنسټ کرل شوي. تمه ده، چې د شپږ میاشتو په اوږدو کې به دا قلمې نه یوازې د کندهار، بلکې نورو ولایتونو ته هم د نویو ډولونو د تولید او پراختیا لپاره واستول شي.
د قوریو جوړولو اساسي موخه د نیالګیو روزنې ته وده ورکول، د مېوه لرونکو ونو تولید زیاتول، او د هېواد په کچه د نویو مېوو ترویج دی، ترڅو د بېلابېلو مېوو کرنه زیاته شي او نوي نباتات عام شي.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د کندهار په کوهکران څېړنیز فارم کې د ۱۶۰۰ انځرو او ۱۴۰۰ انارو لپاره قوریې جوړې شوې وې، چې د شاوخوا یوکال په اوږدو کې به د حاصلاتو د تولید لپاره اماده شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

بازگشت