د کابل شکردرې ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۱:۸
د کابل شکردرې ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار هڅې

۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د شکردرې په ولسوالی کې د مېوو بڼونو د خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل کارولو چارې پیل کړي دي.
دشکر درې ولسوالی دکرنې ادارې چارواکي وایي، چې ددې ادارې دکرنیزو چارو کارکوونکو په دې ولسوالی کې د ډول ډول مېوو بڼونو خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل جوړونې او کارونې په موخه لسګونه بزګران روزلي او ترڅنګ یې د دوی د بڼونو ونو ته د لایم سلفر درمل کارونې چارې پیل کړي، چې ورسره تاکونه  له فنګسې ناروغیوڅخه خوندي کېږي.
تر دې وړاندې هم د کابل ولایت د استالف او یوشمېر نورو ولسوالیو بڼوالو ته ورته روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوې وه.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت د هېواد په کچه د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو د خوندیتوب په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې یې ونې او نیالګي له افتونو او ناروغیو خوندي کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د کرنې وزارت لخوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ریاست د ځمکو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۶
Background image

د جلغوزیو ځنګلونو د شخړو د حل په پار الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته د لغمان دکرنې رییس سفر

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ولایتي ګډ پلاوي په ملتیا الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته سفر وکړ، څو د جلغوزیو ځنګلونو د حاصلاتو د شخړو د حل په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۴
Background image

جوزجان ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر 

د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشري یو پلاوی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیاني او ولي وزیري، په ملتیا جوزجان ولایت ته. . .

بازگشت