ننګرهار کې ۱۴۰ کورنیو ته د چرګانو خوراکه ووېشل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۴۸
ننګرهار کې ۱۴۰ کورنیو ته د چرګانو خوراکه ووېشل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ ستاسو غږ مؤسسې له لورې په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې ۱۴۰ تنو هغو کورنیو ته چې پخوا ورته کورني چرګان ورکړل شوي ؤ خوراکه ووېشل شوه.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې ستاسو غږ مؤسسې له لورې هرې کورنۍ ته  ۱۵۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه ورکړل شوه. نوموړې وویل، چې په تېر کې هم دې مؤسسې یادو کورنیو ته د چرګانو تغذي په موخه خوراکه، چرګان او اړین وسایل ورکړي ؤ.
د ستاسو غږ موسسې مسؤل انجنیر فرهاد علي وویل، چې دوی په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې ۱۲۰ کورنیو ته څلور ځلې د ۷۵ ډالرو معادل نغدي افغاني هم د خوړو خوندیتوب په موخه ورکړي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت