د کندهار کوهکران څیړنیز فارم کې د انځر ۸ ډوله ورایټیو څخه د قوریې جوړولو چارې بشپړې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۱۷
د کندهار کوهکران څیړنیز فارم کې د انځر ۸ ډوله ورایټیو څخه د قوریې جوړولو چارې بشپړې شوې

۱  کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طرزالعمل له مخې، د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ او د کوهکران څیړنیز فارم د مسلکي انجنیرانو په تخنیکي همکارۍ، د انځر د ۸ ډولونو (ورایټیو) له ۱۶۰۰ قلمونو څخه د قوریې جوړولو چارې بشپړې شوې. په یادو قلمونو کې ۷ د کوهکران څېړنیز فارم او ۱ لوړ شاولیکوټ ورایټي شاملي دي. چې د هرې ورایټۍ څخه ۲۰۰ قلمونه وکرل شوه، ترڅو د انځر مختلف ډولونه وازمویل شي او غوره ورایټۍ وپېژندل شي.
د دې قوریي موخه د راتلونکي کال لپاره د انځر د نوي ډولونو موندل او پراختیا ورکول دي. یاده قوریه، چې شاوخوا ۱۰۰ متره مربع ځمکه لري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طرزالعمل پر بنسټ کرل شوې او تمه ده چې د یو کال په اوږدو کې به دا قلمې نه یوازې د کندهار، بلکې نورو ولایتونو ته هم د انځر د نویو ډولونو د تولید او پراختیا لپاره واستول شي.
د قوریو جوړولو اساسي موخه د نیالګیو روزنې ته وده ورکول، د مېوه لرونکو ونو تولید زیاتول، او د هېواد په کچه د نویو مېوو ترویج دی، ترڅو د بېلابېلو میوو کرنه زیاته شي او نوي نباتات عام شي.
د یادونې وړ ده، چې تېرې اوونۍ هم د کندهار په ژړۍ ترویجي او شاولیکوټ په منګالي روزنیز فارم کې پر ۱۰ جریبه ځمکه د ۱۰۰ زره نیالګیو لپاره د قوریې کرلو چارې پیل شوې وې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت