کندهار کې د لومړي ځل لپاره د کلفورنیا ۱۴ ډوله بې‌دانو انارو قلمو څخه قوریه جوړه شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۲۷
کندهار کې د لومړي ځل لپاره د کلفورنیا ۱۴ ډوله بې‌دانو انارو قلمو څخه قوریه جوړه شوه

۱  کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طرزالعمل له مخې، د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ، د کوهکران څېړنیز فارم کې د لومړي ځل لپاره د کلفورنیا هېواد بې‌دانو انارو د ۱۴ ډولونو (ورایټیو) له ۱۴۰۰ قلمونو څخه د قوریې جوړولو چارې بشپړې  شوې، چې د هرې ورایټۍ څخه ۱۰۰ قلمونه اېښودل شوي، ترڅو د بې‌دانو انارو مختلف ډولونه وازمویل شي.
د دې قوریې موخه په کندهار کې د اغېزمنو بې‌دانو انارو د ورایټیو موندل او پراختیا ورکول دي. یاده قوریه، چې شاوخوا ۱۰۰ متره مربع ځمکه لري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طرزالعمل پر بنسټ جوړه شوې، چې د یو کال په اوږدو کې به دا قلمې نه یوازې کندهار، بلکې نورو ولایتونو ته هم د بې‌دانو انارو د نویو ډولونو د تولید او پراختیا لپاره واستول شي.
د قوریو جوړولو اساسي موخه د نوي ورایټیو انارو روزنې ته وده ورکول، د مېوه لرونکو ونو تولید زیاتول، او د هېواد په کچه د نویو مېوو ترویج دی، ترڅو د بېلابېلو مېوو کرنه زیاته شي او نوي ورایټي ترویج شي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړي ځل دي په کندهار کې د کلفورنیا هېواد ۱۴ ډوله بي دانو انارو قوریه کرل کېږي. چې دا انار به د وخت په تېرېدو سره د هر اړخه وڅېړل شياو وروسته به د کندهار ترڅنګ نورو بڼوالو ته هم وښودل شي تر څو پراختیا یې زیاته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت