کندهار کې لسګونه کورنیو ته چرګان او د پالنې لپاره یې اړین توکي ووېشل شول 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۴۶
کندهار کې لسګونه کورنیو ته چرګان او د پالنې لپاره یې اړین توکي ووېشل شول 

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د نېش او میانشین ولسوالیو ۴۲ کورنیو ته چرګان او د پالنې لپاره یې اړین توکي ووېشل شول. دا مرسته د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې د نړیوال سازمان ایف اې او په مالي ملاتړ او د بشري سرچینو پراختیا ادارې ایچ ار ډي اې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوه.
په دې پروګرام کې ۲۱ کورنۍ د نېش او ۲۱ کورنۍ د میانشین له ولسوالۍ شاملې وې، چې هرې کورنۍ ته ۲۷ چرګې، ۳ چرګان، ۴ د اوبو لوښي، ۴ د خوراک لوښي، ۲۰۰ کیلو د چرګانو خوراک او د مرغانچي جوړولو لپاره یوه فلزي دروازه، ۲ کړکۍ او ۵ لرګي ورکړل شول.
د دې مرستې موخه د لیرې پرتو سیمو خلکو ته د چرګانو د پالنې اسانتیا برابرول، د دوی اقتصادي وضعیت ښه کول او د محلي تولید له لارې د خوراکي توکو لاسرسی اسانه کول دي. تمه کېږي چې دا مرسته به نه یوازې د کورنیو عواید لوړ کړي، بلکې د متوازنې تغذیې په برخه کې به هم مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د بشري سرچینو پراختیا ادارې د ایف اې او په مالي ملاتړ د نېش او میانشین ولسوالیو ۲۲ بزګرانو ته د بڼ جوړونې اړین توکي او تخمونه ورکړي وو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت