د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بامیان ولایت د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۹:۵۴
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بامیان ولایت د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، ملا آغا جان آخند «حاجي سالم» بامیان ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې و ولایت د کرنې له رییس، مولوي عبدالجبار خالد او د دې ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
په دې لیدنه کې، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د عشر او زکات راټولولو، د مخابراتي انتنونو لپاره د ځمکې تثبیت او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل خبرې وکړې. هغه د بامیان ولایت د کرنې ریاست ته لارښوونه وکړه چې په دې برخو کې لازم اقدامات تر سره کړي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د کرنې ریاست کارکوونکي باید د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د فعالو موسسو د فعالیتونو جدي څارنه وکړي او د افغانستان د اسلامي امارت له فرمانونو او لارښوونو څخه پوره پیروي وکړي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د دې وزارت د ملکیتونو پر اغېزمنې استفادې او د عوایدو د زیاتوالي پر هڅو ټینګار وکړ. هغه له کارکوونکو وغوښتل چې د یادو فعالیتونو په پلي کولو کې جدي پاملرنه وکړي او د بامیان ولایت د کرنېزو موخو د تحقق لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رییس و کارمندان ریاست زراعت ولایت بامیان
 ۲۹ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» در جریان سفر خود به ولایت بامیان با مولوی عبدالجبار خالد رییس زراعت ولایت بامیان و کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدار کرد.
در این دیدار، معین مالی و اداری وزارت زراعت موضوعات مختلفی از جمله جمع‌آوری عشر و زکات، تثبیت زمین برای آنتن‌های مخابراتی و حل مشکلات دهقانان و مالداران را مطرح نمود و هدایت داد تا ریاست زراعت ولایت بامیان در این راستا اقدامات لازم را روی دست گیرد.
وی همچنین تأکید کرد که کارمندان ریاست زراعت از چگونگی فعالیت‌های موسسات فعال در سکتور زراعت و مالداری به گونه دوامدار نظارت نموده و از فرامین و دساتیر رهبری امارت اسلامی افغانستان به طور جدی پیروی کنند.
معین مالی و اداری بر استفاده مؤثر از جایدادهای وزارت زراعت و تلاش برای افزایش عواید این وزارت تأکید کرده و از کارمندان خواست تا در تطبیق این فعالیت ها توجه جدی داشته باشند و در راستای تحقق اهداف زراعتی ولایت بامیان عمل نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت