پکتیکا کې پر ۳۲۵ اړمنو کورنیو د مرخېړیو روزنې توکي ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۲:۵۷
پکتیکا کې پر ۳۲۵ اړمنو کورنیو د مرخېړیو روزنې توکي ووېشل شوې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د یاد ولایت د نکه او زېړوک ولسوالیو کې د «آر،آر،اې،اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ۳۲۵ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د نفقي پیداکولو مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار  د مرخیړیو تخمونه او دروزنې توکي وېشل شوي دي.
د مرخېړیو تخمونو د ورکړې موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابره شي؛  د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز د مرخیړیو ترویج او ښي روزنې په برخه کې مختلف روزنیز پروګرامونه هم یادو کسانو ته ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د مرخیړیو ترویج او  روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت