د تخمونو د کیفیت د کنټرول ورکشاپ پرانستل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۲
د تخمونو د کیفیت د کنټرول ورکشاپ پرانستل شو

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د تخمونو د کیفیت د کنټرول ورکشاپ د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په ګډون د کابل بادام باغ څېړنیز فارم کې پرانستل شو.
په دغو مراسمو کې، مولوي صدراعظم عثماني وینا وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د دې روزنیز پروګرام څخه ګټه پورته کړي او خپلې تجربې له بزګرانو سره شریکې کړي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې باید معیاري او باکیفیته تخمونه تولید شي تر څو د خلکو اړتیاوې د باکیفیته اوړو په برخه کې پوره شي. نوموړي زیاته کړه: «په ګډو هڅو سره موږ کولی شو ځان بسیاینې ته ورسېږو او له نېکمرغه د کرنې وزارت پلان لري، چې په راتلونکي کال کې ۵۵ زره متریک ټنه باکیفیته اصلاح شوي تخمونه تولید کړي».
مولوي عثماني په دې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او نورو همکارو ادارو څخه د دې روزنیز پروګرام د جوړولو په برخه کې مننه وکړه. هغه له ګډونوالو وغوښتل، چې د روزنیز کورس له بشپړولو وروسته، خپله زده‌کړه بزګرانو ته ورسوي، چې د دنیا او آخرت په ګټه به یې وي.
ورپسې د تخمونو د تایید رییس مولوي صدیق الله رحماني،  د تخم د تولید امارتي شرکت رییس ذکرالله عبدالرحیم‌زی او احمد ضیاء آریا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په استازیتوب، د باکیفیته او معیاري تخمونو د تولید اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
دا روزنیز پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ترسره کېږي، چې پکې د کرنې وزارت د تایید ریاست څه باندې ۱۰۰ تنو کارکوونکو، د تخم د تولید امارتي شرکت کارکوونکو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د پنځو زونونو استازو برخه اخیستې ده.

ورکشاپ کنترول کیفیت تخم‌های بذری افتتاح گردید
۲۱ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
ورکشاپ کنترول کیفیت تخم‌های بذری با اشتراک مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در فارم تحقیقاتی بادام باغ کابل افتتاح گردید.
در این مراسم، مولوی صدراعظم عثمانی سخنرانی کرده و از حاضران خواست که از این برنامه آموزشی بهره‌برداری مؤثر نموده و تجربه‌های خود را به دهقانان منتقل کنند. وی همچنین تاکید کرد که تخم‌های باکیفیت و معیاری باید تولید شوند تا نیاز مردم به آرد با کیفیت برطرف گردد. ایشان اضافه کرد: "با تلاش‌های مشترک می‌توانیم به خودکفایی برسیم و خوشبختانه وزارت زراعت برنامه دارد تا سال آینده ۵۵ هزار متریک تخم اصلاح شده با کیفیت تهیه کند."
مولوی عثمانی در ادامه از سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و سایر نهادهای شریک در راه‌اندازی این برنامه آموزشی قدردانی نمود. وی از حاضران خواست که پس از تکمیل دوره آموزشی، دانش خود را در اختیار دهقانان قرار دهند تا در این راه خیر دنیا و آخرت برای آنان فراهم شود.
در ادامه، مولوی صدیق الله رحمانی رئیس تصدیق تخم‌های بذری، ذکرالله عبدالرحیم‌زی رئیس شرکت امارتی تولید تخم بذری و احمد ضیاء آریا به نمایندگی از دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) پیرامون اهمیت تولید تخم‌های بذری با کیفیت و معیاری و ارزش آن برای جوامع صحبت کردند.
این برنامه آموزشی با همکاری سازمان خوراک و زراعت ملل متحد برگزار شده و بیش از ۱۰۰ تن از کارمندان ریاست تصدیق دهی وزارت زراعت و کارمندان شرکت امارتی و تولید تخم بذری و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد از پنج زون کشور در آن اشتراک دارند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت