د کرنې وزیر له ازبکستاني سوداګرو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۵:۲۷
د کرنې وزیر له ازبکستاني سوداګرو سره وکتل

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، دخپل کار په دفتر کې د ازبکستان له دوه تنو سوداګرو سره وکتل.
په دې لیدنه کې، د ازبکستان دوو سوداګرو احمد خطاموف او عبدالله اوسروویچ خپله لېوالتیا په افغانستان کې د اوبولګولو عصري سیستمونو او کیمیاوي سرو په برخو کې د پانګونې لپاره څرګنده کړه او د کرنې له وزارت څخه یې په یادو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د کرنې وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د ازبکستاني سوداګرو د پانګونې د وړاندیز هرکلۍ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې، د کرنې وزارت به د دوی د پانګونې د اسانتیاوو برابرولو لپاره اړینه همکاري وکړي.

دیدار وزیر زراعت با تجار ازبکستانی 
۲۰ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با دو تن از تجار کشور ازبکستان دیدار کرد.
 در این دیدار، احمد خطاموف و عبدالله اوسروویچ، تجار کشور ازبکستان، علاقمندی خود را برای سرمایه‌گذاری در بخش‌های آبیاری عصری و کود کیمیاوی در افغانستان مطرح کردند و از وزارت زراعت خواستار همکاری در این زمینه شدند.
وزیر زراعت، مولوی عطاءالله عمری، از پیشنهاد سرمایه‌گذاری تجار ازبکستانی استقبال کرده و اطمینان داد که وزارت زراعت همکاری لازم را در بخش‌های مذکور برای تسهیل فرآیند سرمایه‌گذاری آن‌ها فراهم خواهد کرد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کندهار د کرنې رییس له همکارو مؤسسو سره د کرنیزو پروژو د اغېزمن پلي کېدو او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه سکتوري غونډه وکړه

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرازق ابوالامین، د همکارو مؤسسو له ولایتي استازو سره د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د. . .

بازگشت