د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې ۶ زره څاروي د طاعون ناروغۍ ضد واکسین شول 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۲:۱۷
د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې ۶ زره څاروي د طاعون ناروغۍ ضد واکسین شول 

په کندهار ولایت کې د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۶ زره کوچنیو څارویو ته واکسین تطبیق شو. دا واکسین د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان اف اې او په مالي ملاتړ، د ژړۍ ولسوالۍ د مسلکي پاراوټرانو په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شو.
د واکسین تطبیق د درېیو اونیو په موده کې د ژړۍ ولسوالۍ په ټولو سیمو کې ترسره شو، چې موخه یې د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي کول، د مالدارانو اقتصادي زیانونو کمول، او مسلکي کسانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي. دغه کمپاین به د څارویو د شېدو او غوښې تولید دوامدار کړي او د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول کړي.
د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅه او د اف اې او په مالي ملاتړ، د ارغستان، پنجوایي او خاکریز ولسوالیو کې ورته واکسین تطبیق شوی و، چې په ترڅ کې یې ۱۶ زره کوچني څاروي واکسین شوي وو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کندهار د کرنې رییس له همکارو مؤسسو سره د کرنیزو پروژو د اغېزمن پلي کېدو او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه سکتوري غونډه وکړه

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرازق ابوالامین، د همکارو مؤسسو له ولایتي استازو سره د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د. . .

بازگشت