ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اچارو تولید پیل کړ 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۵۴
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اچارو تولید پیل کړ 

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خوراکي صنعت د پراختیا په موخه د څلور نیم ټنه خوندور اچارو تولید پيل کړ. دا اچار، چې د ګازرو، زیتون تېلو، مرچو، لیمو او نورو ګټورو موادو څخه جوړېږي، نه یوازې د خوړو خوند زیاتوي، بلکې له روغتیايي پلوه هم ګټور بلل کېږي.  
د یاد شرکت د زیتون فابریکې مشر مولوي اختر محمد هاشمي وايي، دا تولیدات به د روژې مبارکې میاشتې لپاره کورني بازار ته وړاندې شي.  
د سوداګرۍ او بازار موندنې رئیس انجنیر ندي الله نیازی وايي، دا نوښت د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو او اقتصادي ودې لپاره ترسره شوی.  
د شرکت مسؤلین هیله لري چې دا پروژه به نه یوازې د سیمې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، بلکې کروندګرو ته به هم اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت