د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۵۱
د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په اورګون او جانخېل ولسوالیو کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځی یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت