د کرنې وزارت د کارکوونکو لپاره د وخت مدیریت په اړه روزنیز پروګرام دائر شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۹:۲۴
د کرنې وزارت د کارکوونکو لپاره د وخت مدیریت په اړه روزنیز پروګرام دائر شو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو عمومي ریاست، په همکارۍ د دغه وزارت د کارکوونکو لپاره د "وخت مدیریت" تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز پروګرام د پامیر په تالار کې دائر کړ.  
د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، د کرنې وزارت د مالي او اداري معینیت سلاکار مولوي ندا محمد، د ملکي خدمتونو انستیتیوت رئیس قاري اسدالله هارون او د بشري سرچینو ریاست د کارکوونکو د چارو سلاکار ماسټر حنیف الله احسان وینا وکړه. هغوی د وخت د مدیریت ارزښت او د اسلام له نظره د هغه پر اغېزو خبرې وکړې.  
د دې پروګرام موخه د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول، د وخت مؤثر مدیریت، او د اداري فعالیتونو ښه والی بلل شوی دی.

برنامه آموزشی مدیریت زمان برای کارمندان وزارت زراعت برگزار شد
۱۵ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری ریاست عمومی اصلاحات اداری اداره امور، برنامه آموزشی یک‌روزه‌ای را تحت عنوان «مدیریت زمان» برای کارمندان این وزارت در تالار پامیر برگزار کرد.
در مراسم افتتاح این برنامه، مولوی ندامحمد مشاور معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، قاری اسدالله هارون رئیس انستیتوت خدمات ملکی و ماستر حنیف‌الله احسان مشاور امور کارکنان ریاست منابع بشری وزارت زراعت سخنرانی کردند. آنان پیرامون اهمیت مدیریت زمان در زندگی انسان‌ها و تأثیر آن از دیدگاه اصلاح صحبت نمودند.
هدف از برگزاری این برنامه، ارتقای ظرفیت کارمندان در زمینه مدیریت مؤثر زمان و بهبود عملکرد اداری عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت