د هلمند واشېر کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۴
د هلمند واشېر کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په واشېر ولسوالی کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځی یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۶
Background image

ننګرهار ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو دلوی رییس سفر 

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د نښترو «چهار تراش» لرګیو د راټولولو او د ضبط شوو لرګیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۱
Background image

فراه کې د سربندونو او استنادي دېوالونو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یاد ولایت د اوبو لګولو د سیستم د پیاوړتیا او د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په موخه پراخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۲۰۰  برګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو او وسایلو اخېستلو په موخه نغدې مرسته کېږي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتني دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو د ۲۰۰  تنو. . .

بازگشت