د کرنیزې پرمختیا صندوق د عالي شورا غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۰
د کرنیزې پرمختیا صندوق د عالي شورا غونډه دائره شوه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنیزې پرمختیا صندوق د عالي شورا یوولسمه غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري تر مشرۍ لاندې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مالیې وزارت مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد، د کرنیزې پرمختیا صندوق رییس انجنیر عبدالغفور غفاری او د دې صندوق مسؤلینو په حضور کې د کرنې وزارت په مقام کې دائره شوه.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو له ډلې د یاد صندوق روان فعالیتونه او لاسته راوړنې، د ملي پراختیا شرکت د مالي تمویل غوښتنه، د مشرقی‌وال درملو فابریکې د تمویل غوښتنه او له کندا فروت شرکت سره د لابراتوار د جوړولو لپاره د مشارکت په هکله خبرې اترې او نظرونه تبادله شول.
همدارنګه، له غضنفر بانک سره د کرنیزې پرمختیا صندوق پانګونه، د فینکا مالي شرکت اړوند معلومات، د ۲۰۲۵ مالي کال لپاره د بودجې ټاکل، او د دې صندوق موخې او مقاصد د بحث مهم موارد وو.
د کرنیزې پرمختیا صندوق د بزګرانو او پانګوالو د ملاتړ په موخه د اسلامي مالي میتودونو لکه مرابحه، وکاله، مشارکت، مضاربت، د بانو محصول او متناقص مشارکت له لارې مالي تمویل برابروي.
یاد صندوق، چې له یولسو کلونو راهیسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي، د غیر بانکي دولتي مالي بنسټ په توګه د افغانستان د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره بزګرانو او کرنیزو متشبثینو ته د مالي ملاتړ زمینه برابروي.

جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی دایر گردید
۱۴ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
یازدهمین جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی  تحت سرپرستی مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، مولوی عبدالقدیر احمد، معین وزارت مالیه، انجنیر عبدالغفور غفاری رئیس صندوق وجهی انکشاف زراعتی و مسئولین این صندوق در مقام وزارت زراعت دایر گردید.
در این جلسه، موضوعات مختلفی مورد بحث و بررسی قرار گرفت که شامل فعالیت‌ها و دست‌آوردهای صندوق در سال جاری، درخواست شرکت انکشاف ملی برای تمویل مالی، درخواست تمویل فابریکه ادویه‌جات مشرقی‌وال و مشارکت با شرکت کندا فروت برای ایجاد لابراتوار بود.
همچنین، سرمایه‌گذاری صندوق وجهی انکشاف زراعتی با غضنفر بانک، اطلاعات مربوط به شرکت مالی فینکا و تعیین بودجه برای سال مالی ۲۰۲۵، به همراه اهداف و مقاصد این صندوق در محور بحث جلسه قرار داشت.
صندوق وجهی انکشاف زراعتی به‌منظور حمایت از دهاقین و سرمایه‌گذاران در بخش زراعت، تمویل مالی را از طریق روش‌های مختلف اسلامی مانند مرابحه، وکاله، مشارکت، مضاربت، محصول بانو و مشارکت متناقص انجام می‌دهد.
این صندوق که از مدت یازده سال تحت رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری فعالیت می‌کند، به‌عنوان یک نهاد دولتی مالی غیر بانکی، در جهت رشد و بهبود زراعت افغانستان، تمویل مالی برای دهاقین و متشبثین زراعتی را فراهم می‌سازد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۵۴
Background image

کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د تشخیص په موخه معیاري لابراټوار پرانیستل شو

۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کتنې معیاري لابراټور پرانیستل شو، چې په دې توګه به بهر ته د مېوو او نورو کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۱۷
Background image

کونړ کې بېوزلو کورنیو ته وزې، د څارویو خوراکه او درمل ووېشل شوه

۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي په مالي ملاتړ او د شپول مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د وټپور،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۷
Background image

لغمان کې د کرنې اومالدارۍ سکټور متشبثینو او بزګرانو ته اسلامي مالي چوپړتیاوې وړاندې کېږي

 ۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوی عبدالستار محمد د کرنیزې پرمختیا صندوق «اې،ډي،اف» له رییس انجنیر عبدالغفور غفاري سره د خپل. . .

بازگشت