د ننګرهار کانال شرکت د مالټو حاصلات ډېر شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۲:۲۳
د ننګرهار کانال شرکت د مالټو حاصلات ډېر شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال ددې کانال په سیمه کې د مالټو حاصلات د تېرکال په پرتله ډېر شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د ننګرهار کانال شرکت به لسګونه جریبه ځمکه د مالټې بڼونه شتون لري، چې سږ کال یې د حاصلاتو کچه د پام وړ زیات شوي دي. ددې ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل دي.
د ننګر په ولایت کې د مالټو ډېر بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د مالټې ونې اېښي دي او يا دمالټې بڼونه یې جوړ کړي دي، خو په تېرو څو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د مالټو یوشمېر معیاري او سوداګریز بڼونه هم جوړ شوي دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت