د اراضۍ لوی ریاست: سمنګان ولایت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۲:۳۱
د اراضۍ لوی ریاست: سمنګان ولایت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۴ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د یو شمېر نورو ولايتونو تر څنګ سمنګان ولایت کې هم د ځمکو تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې چی د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې لخوا په لاره اچول شوی په سمنګان ولایت کې په داسې حال کې چې د اراضۍ لوی رياست د ارزونې، استملاک او بيا مېشتدنې رییس مولوي حضرت محمد طیب، د دغه ولايت د کرنې، کور او ښارجوړونې، ښاروالۍ، مصتوفیت، کانونو او پټروليم او  چاپېريال ساتنې ریاستونو مسؤلين شتون درلود د يادې ځمکې د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه لاسلیک شول.
د يادونې ده، چې ددغو ځمکو اسناد به د نور کړنو لپاره مرکز ته واستول شي ترڅو د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې لخوا ځمکه په قانوني توګه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شي.
په پای کې د سمنګان ولایت مسؤلينو په ياد ولايت کې ددغه کار د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ، آبادی او هېواد والو ته د کار د زمينې برابرولو په برخه کې ښه اقدام وباله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت