د هلمند نادعلي کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۳۵
د هلمند نادعلي کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۴ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په نادعلي ولسوالی کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځی یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۴۸
Background image

رسنیزبلنلیک:

رسنیزبلنلیک:
ټاکل شوې ده، چې دافغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم  د بادام باغ د څېړنیز فارم په سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هندي شرکت له رییس سره د افغانستان د صادراتو په اړه وکتل

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د خپل کار په دفتر کې د هندي شرکت (آر سي انټرنشنل) له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۵
Background image

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکو د کندز دکرنې ریاست سره د نویو پراختیایي پروژو پر پلي کېدو خبرې وکړې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي» چارواکو په کندز ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست مولوي محمد عادل. . .

بازگشت