د کندهار سپین بولدک کې زرګونو څارویو ته د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۲:۳۷
د کندهار سپین بولدک کې زرګونو څارویو ته د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو  

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالی کې د درې زره کوچنیو څارویو لپاره د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو. دغه کمپاین د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې او د سپین بولدک د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په تطبیقي همکارۍ ترسره شو.
د واکسین د تطبیق موخه د مالدارانو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور پراختیا، د څارویو د محصولاتو زیاتوالی او د مالدارۍ سکتور روغتیا ته ځانګړې پاملرنه ده.
د کرنې ریاست په وینا، د چنجیو ضد یاد واکسین ټولټال ۳۰ زره دوزه دی، چې د تطبیق کمپاین یې وړاندې د کندهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې پیل شوی و. د پنجوایي، نیش، میوند، سپین بولدک، خاکریز، ارغستان، او غورک ولسوالیو پاراوټرانو د یادو واکسینونو د تطبیق چارې په بریالیتوب پر مخ وړي.
یاد واکسین به د څارویو د روغتیا په خوندیتوب کې مرسته وکړي او د مالدارانو اقتصادي حالت ته به مثبتې اغېزې ولري. د کرنې ریاست او همکارو ادارو د دې کمپاین د دوام ډاډ ورکړی، څو د مالدارۍ سکتور ته لا زیاته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۵:۳۸
Background image

د کندهار دکرنې ریاست: د ۳۵ شنوخونو چارې په ښه ډول پر مخ روانې دي

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندې، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت پراختیایي بودیجې له لارې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۳:۵۱
Background image

د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د اوبو بېړنۍ مرستې پروژې له مسئولینو سره وکتل  

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د اوبو بېړنۍ مرستې پروژې «ډبلیو اي آر پي». . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۲:۳۷
Background image

د کندهار سپین بولدک کې زرګونو څارویو ته د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو  

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالی کې د درې زره کوچنیو څارویو لپاره د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو. دغه کمپاین د کندهار کرنې، اوبو لګولو. . .

بازگشت