د ننګرهار کامه کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په پار هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۳
د ننګرهار کامه کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په پار هڅې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه ددې ریاست د مالدارۍ آمریت په مشرۍ ګډ پلاوي داستراګانو کیفیت معلومولو او نورو برخو کې د ښه والې په موخه هلې ځلې پیل کړي دي.
د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل دمالدارۍ امریت ګډ پلاوی استراګانو کیفیت معلومولو،کانټینرو کنټرول، حفظ الصحې، تقلبي، قاچاقي او بي کیفیته استراګانو کنترول په موخه څارنه پیل کړې ده، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت د کامې ولسوالی د اسټراګانو څارنه وشوه.
د چاراکو په خبره دوی هڅه کوي یاد کمپاین د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې پلي کړي؛ چې په پایله کې به یې  باکیفیته او غوره نسلونو لرونکي استراګاني تطبیق شي، ترڅو مالداران په راتلونکي کې د خپلو مالونو څخه باکیفیته او د زیات محصول ورکونکي نسلونه ترلاسه او پدي سره به په کلیوالې کچه دمالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
دغه راز استراګانو خرڅوونکو او تطبیق کوونکو ته د غوره او ښو استراګانو تطبیق او د بې کیفیته او تقلبي استراګانو د نه تطبیق سپارښتنې وشوې.ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۴۸
Background image

رسنیزبلنلیک:

رسنیزبلنلیک:
ټاکل شوې ده، چې دافغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم  د بادام باغ د څېړنیز فارم په سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هندي شرکت له رییس سره د افغانستان د صادراتو په اړه وکتل

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د خپل کار په دفتر کې د هندي شرکت (آر سي انټرنشنل) له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۵
Background image

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکو د کندز دکرنې ریاست سره د نویو پراختیایي پروژو پر پلي کېدو خبرې وکړې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي» چارواکو په کندز ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست مولوي محمد عادل. . .

بازگشت