د کندهار نېش  کې سلگونو څارويو ته د چنجیو ضد واکسین تطبیق وشو  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۵:۲۶
د کندهار نېش  کې سلگونو څارويو ته د چنجیو ضد واکسین تطبیق وشو  

۲۹ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ، د نېش ولسوالۍ ۱زر او ۵۰۰ کوچنیو څارویو ته د چنجیو ناروغیو د مخنیوي واکسین تطبیق شو. دا لړۍ د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې او د نېش ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په تطبیقي همکاري ترسره شوه.
د دې واکسین تطبیق موخه د مالدارانو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور وده او پراختیا، د څارویو محصولاتو زیاتوالی، د څارویو روغتیا ته پاملرنه او مسلکي کسانو ته کاري فرصتونه برابرول دي.  
د نېش ولسوالۍ مالدارانو د دې همکارۍ هرکلی کړی او د کرنې ریاست او اروپایي ټولنې د هڅو څخه یې خوښي څرګنده کړې. 
د مالدارۍ سکتور روغتیا ته ځانګړې پاملرنه د څارویو د ناروغیو مخنیوي او د محصولاتو د ښه‌والي لپاره اړینه ده. د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې د کندهار غورک، پنجوايي او ارغستان ولسوالیو کې هم ۱۳زره کوچنیو څارویو ته ورته واکسین تطبیق شوی و.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت