کندهار کې سلګونو بېوزله کورنیو ته وزې او د څارویو متراکمه خوراکه وېشل کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۱:۹
کندهار کې سلګونو بېوزله کورنیو ته وزې او د څارویو متراکمه خوراکه وېشل کېږي

۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیتې په تخنیکي همکارۍ، او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې په پنحوایي، ډنډ او دامان ولسوالیو کې ۶۵ کورنیو ته وزې او د څارویو لپاره متراکمه خوارکه وېشل کېږي. 
د یادې مرستې په پار د کندهار پنجوایي ولسوالی کې د ټاکل شوي پلاوي له لوري په رڼه او شفافه توګه د نوم لیکنې لړۍ پیل شوه. چې د یادې نوم لیکنې په پایله کې، ۲۰ تنو ته په پنجوایي، ۲۰ تنو ته په دامان او ۲۵ تنو ته په ډنډ ولسوالۍ کې هر تن ته یوه وزه او ۱۰۰ کیلوګرامه متراکمه خوراکه وېشل کېږي.
د دې مرستې موخه د بېوزله کورنیو اقتصاد ته وده ورکول، هغوی ته مالي ملاتړ برابرول او د هغوی د کورنیو اقتصادي حالت ښه کول دي. همدارنګه، د وزو له لارې د اړینو لبني اړتیاوو پوره کول هم د دې پروګرام له اساسي موخو څخه دی.
د یادو ولسوالیو سیمه‌ییز اوسېدونکي د نوم لیکنې د رڼې او شفافي پروسې ستاینه کوي او د کندهار د کرنې ریاست او اروپایي ټولنې څخه مننه کوي، چې په اړینو وختونو کې اړمنو کسانو ته لازمې مرستې رسوي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کرنې ریاست په هڅو د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ د کندهار اوو ولسوالیو کې د مالدارانو د ملاتړ او سالمې مالدارۍ په موخه د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ ۳۰ زره ډوزه د چنجیو ضد واکسین کمپاین پیل شوې وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت