د کرنې وزارت د مالي او اداري معینیت د همغږۍ غونډه د اړوندو ریاستونو سره یې دائره شوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۰:۴۱
د کرنې وزارت د مالي او اداري معینیت د همغږۍ غونډه د اړوندو ریاستونو سره یې دائره شوه 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معینیت د همغږۍ غونډه د یاد معینیت د مرستیال مولوي آغا جان آخند (حاجي سالم) په مشرۍ او د یاد معینیت اړوند ریاستونو د مسئولینو په ګډون ترسره شوه.  
په دې غونډه کې د پرمختیايي بودیجې د لګښت راپور، د کارکوونکو د ظرفیت لوړونه، د قراردادونو راپور، د ترانسپورت ریاست د پرچون اخیستنې، د عشر او زکات عمومي ریاست د بودیجې تعدیل، د کتابچو چاپ او په سیلوګانو کې د اخیستل شويو او زېرمه شويو غنمو وضعیت په اړه مهم موضوعات وڅېړل شوه.  
دغه غونډه د کرنې وزارت د مالي او اداري معینیت د منظمې برنامې یوه برخه ده، چې د یاد معینیت اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ، د ستونزو د حل او د کاري راپورونو د وړاندې کولو لپاره په دوامداره توګه ترسره کېږي.

جلسه معینیت مالی و اداری وزارت زراعت با ریاست‌های تحت اثر آن برگزار شد
جلسه هماهنگی معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به ریاست مولوی آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری، با حضور مسئولین ریاست‌های تحت اثر این معینیت برگزار گردید.
در این جلسه موضوعات مهمی چون گزارش مصرف بودجه انکشافی، ارتقای ظرفیت کارمندان، گزارش قراردادها، خریداری پرچون ریاست ترانسپورت، تعدیل بودجه ریاست عمومی عشر و زکات، چاپ کتابچه‌ها و وضعیت گندم خریداری و ذخیره‌شده در سیلوها مورد بحث و بررسی قرار گرفت.
این نشست بخشی از برنامه‌های منظم معینیت مالی و اداری وزارت زراعت برای هماهنگی میان ریاست‌های تحت اثر، حل مشکلات و ارائه گزارش‌های کاری بوده که به‌صورت دوامدار برگزار می‌شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت