خوست کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۵۰
خوست کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په پار هڅې

۲۲ مرغومې۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رجب المرجب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه ددې ریاست د مالدارۍ آمریت په مشرۍ ګډ پلاوي داستراګانو کیفیت معلومولو او نورو برخو کې د ښه والې په موخه هلې ځلې پیل کړي دي.
د خوست دکرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل دمالدارۍ امریت ګډ پلاوی استراګانو کیفیت معلومولو،کانټینرو کنټرول، حفظ الصحې، تقلبي، قاچاقي او بي کیفیته استراګانو کنترول په موخه څارنه پیل کړې ده، چې په ترڅ کې یې د مرکز د اسټراګانو څارنه وشوه.
د چاراکو په خبره دوی هڅه کوي یاد کمپاین د خوست په ټولو ولسوالیو کې پلي کړي؛ چې په پایله کې به یې  باکیفیته او غوره نسلونو لرونکي استراګاني تطبیق شي، ترڅو مالداران په راتلونکي کې د خپلو مالونو څخه باکیفیته او د زیات محصول ورکونکي نسلونه ترلاسه او پدي سره به په کلیوالې کچه دمالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
دغه راز استراګانو خرڅوونکو او تطبیق کوونکو ته د غوره او ښو استراګانو تطبیق او د بې کیفیته او تقلبي استراګانو د نه تطبیق سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت