د سروبي ولسوالۍ د اوبو لګولو پروژو څخه څارنه وشوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۳:۰

۲۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د کرنیزو چوپړتیاوو عمومي مدیریت په همکارۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت څخه راغلي تخنیکي ټیم انجینرانو د روپانې بنسټ له لوري د فرمانبیک په حوزه کې د جوړېدونکو کانالونو او اوبو ذخیرو د پروژو څارنه وکړه.  
د یادو پروژو موخه د اوبو لګولو سیستمونو ښه والی، د کرنیزو ځمکو تولید زیاتول، او سیمه‌ییزو بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرول دي. د څارنې پر مهال د تخنیکي ټیم لخوا اړینې سپارښتنې وشوې، ترڅو پروژې په ټاکلي وخت او معیاري ډول بشپړې شي.  
د اوبو لګولو دا پروژې د سیمې کرنیز پرمختګ لپاره مهمې ګڼل کېږي، چې د بزګرانو د ژوند په ښه کولو او د اوبو د اغېزناک مدیریت په برخه کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت