د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سلام خیریه بنسټ له چارواکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سلام خیریه بنسټ له چارواکو سره وکتل

۱۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د سلام خیریه بنسټ له مشرې سیمونا فرناندیز، په افغانستان کې د سلام بنسټ له مسئول حمیدالله جویا، او د اروپایي پارلمان له سلاکار باسم حتاحت سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې مولوي صدر اعظم عثماني وویل، چې په افغانستان کې د کوکنارو کرنه صفر ته رسېدلې ده. هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو په هغو سیمو کې چې مخکې کوکنار کرل کېدل، مناسب بدیلونه ترویج کړو او د دې موخې لپاره مو بودیجه هم ځانګړې کړې ده».
هغه همداراز د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له خوا د پروژو په تطبیق کې د روڼتیا او اغېزمنتوب پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د پروژو د تطبیق اصلي موخه د خلکو، په ځانګړې توګه د کروندګرو خدمت دی.»
د سلام خیریه بنسټ چې په ایټالیا کې جوړ شوی، په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي او د دې بنسټ یوه لویه کاري برخه کرنه ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه د ملي او نړۍوالو بنسټونو او موسسو سره د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او هڅه کوي چې خلکو، په ځانګړې توګه کروندګرو او مالدارانو ته د خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

معین زراعت و مالداری با مسئولان بنیاد خیریه سلام دیدار کرد
۱۸ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با سیمونا فرناندیز، رئیس بنیاد خیریه سلام  (Salaam Foundation)، حمیدالله جویا، مسئول بنیاد سلام در افغانستان، و باسم حتاحت، مشاور پارلمان اروپا، دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار مولوی صدراعظم عثمانی اعلام کرد که کشت کوکنار در افغانستان به صفر رسیده است و افزود: «ما تلاش داریم در مناطقی که قبلاً کوکنار کشت می‌شد، بدیل‌های مناسب ترویج دهیم و برای این هدف بودجه نیز تخصیص داده‌ایم.»
وی همچنین بر اهمیت شفافیت و مؤثریت در اجرای پروژه‌ها توسط مؤسسات داخلی و خارجی تأکید کرد و گفت: «هدف اصلی از تطبیق پروژه‌ها خدمت به مردم، به‌ویژه دهقانان، است.»
بنیاد خیریه سلام که در ایتالیا تأسیس شده است، در بخش‌های مختلف فعالیت دارد و یکی از حوزه‌های عمده کاری آن زراعت است.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر ادامه همکاری با نهادها و مؤسسات ملی و بین‌المللی تأکید کرده و تلاش می‌کند زمینه ارائه خدمات به مردم، به‌ویژه دهقانان و مالداران، را فراهم سازد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت