د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو مرستیال د کندهار منګلي فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۴
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو مرستیال د کندهار منګلي فارم څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، مولوي بازمحمد فیضان، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له مسؤولینو سره یو ځای د شاولیکوټ ولسوالۍ د منګلي فارم څخه لیدنه وکړه.  د دې لیدنې موخه د فارم د فعالیتونو پرمختګ ارزونه او د چارو د مدیریت ښه کول وو.  
مولوي فیضان د فارم له بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه له نویو تاسیساتو، استنادي دیوالونو او نورو پروژو څخه لیدنه وکړه. هغه ټینګار وکړ، چې مسؤولین باید د استنادي دېوال جوړولو، د ځمکو اړولو، د قوریو جوړولو او د اوبولګولو سیستم منظمولو چارې ګړندۍ کړي. همدارنګه یې د فارم د ځمکو د غصب د مخنیوي غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې  هېچا ته دې د فارم په ځمکو کې د کښت کولو اجازه نه ورکول کېږي.  
مولوي فیضان د منګلي فارم د خاورې ځانګړتیاوو ته په اشارې سره وویل چې دا ځمکه د نیالګیو د کرلو لپاره ډېره مناسبه ده او د اوبو ښې سرچینې هم لري. هغه زیاته کړه چې دا فارم د کندهار ښار د خلکو لپاره د یوې مناسبې تفریحي سیمې په توګه پراختیا موندلی شي او د کورنیو لپاره د تفریح د چاپېریال په برابرولو کې مهم رول لوبولی شي.
د لیدنې په دوام، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولینو د منګلي فارم اړوند راتلونکي پلانونه تشریح کړل او د کرنې وزارت د ملاتړ د اړتیا یادونه یې وکړه. په ځواب کې یې، مولوي فیضان د کرنې وزارت د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دې فارم د پراختیا لپاره به اړینې سرچینې او امکانات برابر کړي.

معین  آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت از فارم منگلی در کندهار بازدید کرد
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به همراه مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، از فارم منگلی در ولسوالی شاولیکوت این ولایت بازدید به عمل آورد. 
هدف از این بازدید بررسی پیشرفت فعالیت‌های فارم و بهبود مدیریت امور آن بود.
مولوی فیضان طی بازدید خود از بخش‌های مختلف فارم، از جمله تأسیسات جدید، دیوارهای استنادی و دیگر پروژه‌ها دیدن کرد. او تأکید کرد که مسئولان باید کارهای مربوط به ساخت دیوار استنادی، شخم‌زدن زمین‌ها، ایجاد قوریه‌ها و سیستم منظم آبیاری را تسریع بخشند. همچنین، وی خواستار جلوگیری از غصب زمین‌های فارم شد و تأکید کرد که به هیچ فردی اجازه داده نشود در زمین‌های این فارم زراعت کند.
وی به ویژگی‌های خاص خاک فارم منگلی اشاره کرد و گفت که این زمین برای پرورش نهال بسیار مناسب است و از نظر منابع غنی آبی نیز در وضعیت خوبی قرار دارد. او افزود که این فارم می‌تواند به‌عنوان یک محل تفریحی مناسب برای شهروندان کندهار توسعه یابد و نقش مهمی در تأمین یک محیط تفریحی برای خانواده‌ها ایفا کند.
در ادامه، مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار، برنامه‌های آینده مربوط به فارم منگلی را تشریح کردند و بر ضرورت حمایت وزارت زراعت تأکید ورزیدند. در پاسخ، مولوی فیضان از همکاری کامل وزارت زراعت اطمینان داد و وعده کرد که منابع و امکانات لازم برای توسعه این فارم فراهم خواهد شد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

غزني کې ۸۴ بزګرانو ته د انجې نیالګي او کرنیز وسایل ووېشل شول

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت په مالي مرسته، د دغه ولایت د اندړ، ګیلان، مقر، ناوه او خواجه عمري ولسوالیو ۸۴. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۳
Background image

کندهار کې نږدې ۱۳۰ زره څاروي د ریخک او پروتوزوایي ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په نتیجه کې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په. . .

بازگشت