د ننګرهار فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۲
د ننګرهار فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې د کبانو فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي. 
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وایي چې په دې ولایت کې ۱۰۰ د کبانو فارمونه فعالیت کوي، چې له مخې یې نږدې ۳۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.  
مولوي محسن زیاته کړه: چې اوسنی تولید د ننګرهار د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه دی، خو د دې برخې د پراختیا لپاره هڅې روانې دي. هغه د پانګوالو هڅونې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د کبانو د غوښې تولید په برخه کې پر ځان بسیاینې لپاره پانګونه اړینه ده.  
د کرنې رئیس همدارنګه وویل: چې په راتلونکي کې د کبانو د بچیو تولید لپاره د هچریانو جوړولو پلان لري، ترڅو د دې برخې اړتیاوې په کور دننه پوره شي.  
بلخوا، هره ورځ نږدې لس ټنه د کبانو غوښه د پاکستان څخه د تورخم له لارې ننګرهار ته واردیږي.  
ننګرهار د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یو مهم ولایت دی، چې د کبانو د تولید ترڅنګ په نورو برخو کې هم د ودې لپاره ګڼې پروژې پلي کوي. د کبانو غوښه د خوړو اړینه برخه ګڼل کېږي، چې په همدې موخه د دې اړتیا پوره کولو هڅې روانې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۱۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۲:۳۸
Background image

د کرنې وزیر د افغانستان لپاره د ایران له سفیر سره د کرنې او مالدارۍ نړیۍوال نندارتون په اړه خبرې وکړې

۱۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علیرضا بیکدلي سره وکتل. په دې. . .

بازگشت